د ۱۳۹۱ نوی کال ،نوی سپرلی ،او نوی هیلی
 انجینر محمود صافی انجینر محمود صافی

سریزه : دنوی کال اوله ورخ چه دنوروز په نوم یادیږی . خورا دلچسپ تاریخ لری .اودډیرد پخوانی جشنو نو دجملی څخه حساب کیږی .او داسیا میانه مختلف ممالک نوروز په شانداره مراسمو کی لمانځه کوی او هغه ممالک چه دا جشن لمانځنه کوی .په لاندی ډول دی افغنستان ،ایران ،خاور میانه ،بالکان ، قزاقستان ،تا تا رستان ،ترکستان چین ،امریکایی شمالی ،هندوستان ،پاکستان ،بنګلادیش ،بوتان ،نیپال ،او تبت شامل دی .دنوروز اوله ورځ دکال لمړی ورځ چه دسپر لی اوله ورځ حسابیږی .دوخت داهمیت په لحاظ شپه اوورځ  دواړه مساوی زمان تیروی او برابری وی .دنوروز جشن تقریبآ دری زره کاله سابقه لری .او دنړی دری سوه میلونه خلک داجشن لمانځی.او دا ورځ دسازمان ملل متحد له خواه په ۳ ۲ فبروری دکال ( ۰ ۱ ۰ ۲ ) په رسمی بڼه قبول شوی ده او داورځ دسولی دفرهنګ په نوم یاده کړی ده .او همدارنګه دکانادا دولت هم دنوروز ورځ دملی ورځی په نامه پیژندلی ده .په ایران اوافغانستان کی دا ورځ دنوی کال شروع حساب کیږی.اوپه هغه ممالکو کی  چه عیسوی تاریخ مروج دی .هلته داورځ دسپرلی داولی ورځی په نوم جشن نیول کیږی . په شهنامه دفردوسی کی چه دامعتبر کتاب تقریبأ ۵ ۳ کاله په لیکلو وخت تیر شوی او ( ۰ ۰ ۰ ۰ ۶ ) بیته لری دکیانی کورنی  جمشید پا چا دنوروز دورځی اساس ګزار ګنی او په بعضی ځای کی په تاریخو کی راغلی دی کیومرث اساس ګزار دنوروز دورځی معرفی شوی دی .او داسی هم راغلی دی او روایت شته دی چه زردشت اساس ګزار دنوروزوه . ولی په اوستا کی دنوروز دورځی هیڅ یاد اوری نده شوی .اصلآ داورځ نوروز جمشیدی په نوم مشهوره ده.په شهنامه کی داسی روایت راغلی دی چه دمیلاد څخه مخکی کله چه جمشید پاچا دایران داذربایجان څخه تیریده او هلته دستور ورکړی وه چه یو تخت جوړ کړی او خپله دلعل او زیوراتو دتاج په سر په تخت کیناست کله چه نور دلمر په تاج لګیږی .دنور انکسار صورت نیسی توله منطقه نورانی کیږی .خلک خوشحالی کوی او داورځ دنوروز اودنوی ورځی په نوم یادوی.اوداسی نور تاریخی شواهد شته دی چه د هخامنشیان په تاریخی دوره کی ( ۸ ۳ ۵ ) دمیلاد څخه مخکی کوروش دوهم دهخا منشیانو اساس ګزار دنوروز جشن خپل ملی جشن اعلان کړی وه.په دی ورځ خپلو سربازانو ته دترفعاتو ، دپاک کاری ،او دبندیانو دبښنیامر کړی وه .او داسی تاریخی شواهد هم شته دی چه داریوش اول هخامنشیه ( ۶ ۱ ۴ ) قبل میلاد دطلا څخه سکه جوړه کړی وه چه یو طرف ته یی دسرباز عکس دتیر په رول کی انخور شوی دی .         دسا سانیانو کورنی هم ( ۵ ۳ ۲) قبل میلاد دنوروز جشن په خپل حاکیمت کی تجلیلوه .دوی نوروز وړوکی او لوی تقسیم کړی وه په نوروز کی به پا چا  دهقانان ،کسبګر ،روحانیون ،سپاهیان ،او مخورو خلکو سره لیده کاته کول او شا به دهغوی خبرو ته غوږ نیووه اودهغوی دمشکلاتو دحل دپاره به یی دستور صادره وه.او په اخره ورځ به یی دخپلو نژدی خلکو سره تیراوه .تاریخ داسی هم وایی چه اردشیر بابکان دساسانیانو موسس په ( ۰ ۳ ۲ ) میلادی کال کی دروم دولت چه دهغه دلاسه یی ماتی خوړلی وه وغوښتل چه نوروز دی په رسمیت وپیژنی.اودا درخواست دروم سنا مجلس ومانه او دهغوی په قلم رو کی لوپیرکال په نوم یاد شووه.اودا جشنونه اوسلسله تر نن پوری دوام لری .نوروز په افغانستان کښی: زمونږ په ګران افغانستان کی دنوروز ورځ په خورا شاندارو مراسمو کی تجلیل کیږی .دی افغانی فرهنګی میراث ته افغانانو په خاصدول روشنفکرانو او چپی عناصرو ډیر دقدر په سترګه کتلی دی او همیشه یی داورځ دټولو فرهنګی اوعنعنوی رواجونو سره یاد کړی دی.   په دی بختوره ورځ کی زمونږرخلک خپل لاندینی رواجونه تر سره کوی .                       ۱ : په دی ورځ هغه کورنی څوانان آو انجنی چه سره نومول شوی وی .دځوان کورنی یو مقدار  ماهی او خوږی جلبی اونوره نوروزی تحفه د دخپل نومولی کور ته لیږی او دنوی کال دورځی مبارکی ورته وایی .

۲ :په ټول افغانستان کی په اکثره کورنیو کی سبزی پالک ،او دسپینو وریجو چلو دنوروز داولی ورځی دغذا څخه حسابیږی .

۳ :زمونږ ټول خلک دخپلو اقتصادی شرایطو سره برابر نوی جامی  أغوندی .                      

۴ : دنوروز په اوله ورځ په بیدیاووه، صحراګانو ،او طبیعت کی ګر ځیدنه اوتګ اوراتګ اجرا کوی دخلکو په اصطلاح (سبزه لغت اجرا کوی ) .                                                                ۵ : ټولی افغانی کورنی دساسانیانو نه په میراث ددی فرهنګ همیشه هر کلی کوی او دکور پاکی یا په اصطلاح ( خانه تکانی )حتمی او ضروری اجرا کوی .                                                 ۶ : اکثره کورنی دخپلو مړوداحترام اودوعاګانو دپاره هدیرو ،او شهیدانو تپو ته خی او یادونه ورڅخه کوی                                                                                                      ۷ : دیو فرهنګی میراث په توګه  په دی  ورځ اور لګیدنه په اکثره منطقو کی صورت نیسی او دهغه څخه ګام پورته کول اجرا کیږی .                                                                              ۸ : ځوانان انجنی او هالکان دنوروز دورځی خاصی ترانی لولی ،میله وی غذا ګانی جوړوی ،خوښیآو خوشحالی کوی . او په بعضی مناطقو کی دسمنک غذا پخول هم رواج لری .او ترانی یی لوستل کیږی .انجنی اوښځی په دی میله کی نڅاوی او خوشحالی کوی .                                  ۹ :اکثره کورنی چه اقتصادی حالت یی ښه وی هفت میووه جوړوی دنوروز سحر په هفت میوه تجلیلوی .                                                                                                         ۱۰ :دنوی کال اوله ورځ په مزار شریف کی دسخی صاحب جنډه جګ ګیږی او ۴۰ شپی اوور ځی جنډه ولاړه وی دښځو دچار شنبی میلی صورت نیسی ،او دجنډی داحترام دپاره دولتی مراسم اجرا کیږی اود  همسایه. ممالکو میلمانه په کی اشتراک کوی .دا میله هم خورا ډیره درنه وی .او خلک دنوی کال په احترام دغلو او دانو دډیر والی دوعا ګانی اجراکوی ،

۱۱ : همدا راز دنوی کالدنوروز  مشابه مراسم دکابل ولایت په کرته سخی کی اجرا کیږی . دنوی کال دورځی په منا سبت ټولی فرهنګی ټولنی او شاعران مشاعری اجراکوی . چه په ننګر هار کی دنارنج دګل مشاعره خپله ښکلا اوځان ګړتیا لری . او همدا رنګه پټه دی پاتی نوی چه دلغمان ولایت دمهترلام بابا دزیارت میلی تقریبآ دری میاشتی دوام لری . ساز اوموسیقی پکی اود ملایان عنعنوی غمبر پکی دیادولو وړ دی.                                                                                      دنوی کال لمړی ورځ دسپر لی اوله ورځ وی . شپه او ورځ سره برابره ، هوا نرمه او یخنی کوچیدلی وی ددی ورځی راتګ  دټولو خلکو روح تازه کوی په پسرلی کی ټول طبیعت دوباره په حرکت راځی او دیخنی دټغر سره خدای پامانی کوی .ټولو ځمکو،دشتو اوصحراګانو،او غرو رغو کی رنګا رنګ ګلان شنه ګیږی په ټولو مجوداتو،نباتاتو،او انسانانو کی نوی حرکت لیدل ګیږی .زمونږدوطن په سپرلی کی وطن ځانته نوی څیره ،نوی اتمسفیر ،او نوی ګل بڼ جوړوی               موټی خاوری دوطن به پری ورنکړم  ---که په سر دمځکی هروطن ختن شی                          ډیره دیادولو ده چه دنوروز لمړی دهقان دورځی په نوم یادیږی او ددهقانانو له خواه دما ل داری رسم ګذشت صورت نیسی دښی مال داری په سر دزراعت دولتی منسوبین انعامونه او تحفی ورکوی .په دی ورځدولتی مشران اشتراک کوی او دهقانان تشویقوی .دنیا لګی کینولو عومومی اشر اجرا کیږی دا ورځ باید هرافغان یو نیالګی کینوی تر ځو سپیره وطن سرسبزه اوشاداب شی .                 نوی هیله: افغانان دنوی کال څخه نوی هیله ددایمی اوتل پاتی سولی لری دا دی دری لسیزی کیږی جه زمونږ خلک په وینو کی لمبول کیږی زمونږ خاوره په منطقه کی په لوی اوپراتیفی بازی چه غرب شروع کړیده ښکار شوی دی دجکړی دواړه خواوی خپله دوی دیاوزمو نږ ولس او خاوره یی ګروګان او برمته نیولی ده .دری لسیزی زمونږ په ګران وطن جنګی غوبلی روانی دی .دسکر ۲۰  ،۴۰ ،۶۰ کلستر،ستنګر اوهمدارنګه د۵۲ بم افګن الوتکو قر بانیان او دبل طرف څخه دشپی دخواه کمندوی چاپاونه دښځو او ماشومانو وژنه په حقیقت کی دی ټولو ظلمونو زمونږ وطن په دوهمه کربلا بدل کړی وخت اوزمان ددی راغلی چه ابر قدرتونه دی جنګ ته دپای ټکی کیږدی .او دا اوپراتیفی بازی نوره ختمه کړی او خپل افغانی ټوپکیان چه دوی پری سرمایه ګذاری کړی ده رخصت کاندی .دسولی هیله او غږ پورته کول دازمونږ انسانی حقوق دی ټولو افغانانو ته دی دازاد تنفس مجال ورکړ شی  چه خپل سرنوشت پخپله وټاکی دیادولو وړ ده چه زمونږ ګاونډیانو دمنطقی شرایط نور هم مشکل کړیدی هر مملکت خپلی ګټی لټوی او افغانان یی دبلا سپر کرخولی دی .دامریکا ستراتیژیک اهداف په منطقه کی دافغانستان معدنی مواد او ډبری اودتیلو زیرمی دی چه دایران ،ترکمستان ،اذربایجان ،قزاقستان ،اودکسپین بحیری شاه وخواه  چه تر لاسه کول یی هم دومره اسان کار ندی ډیر اوږد وخت ضرورت دی .دداخلی زیرمو او ددی ګټو قربانی زمونږ وطناو خلک دی .زمونږ خلک باید دتیر تاریخ څخه زده کړی وکړی  زمونږ ملی یوالی اواسلامی ورور ګلوی او دخپلو ملی ګټو مدافعه باید زمونږ ورځنی تګلاره وی .زمونږ ولس اوخلک دی ژوندی وی دابه هم وخت اوتاریخ ثا بته کړی .چه کور زمونږ دی حق زمونږ په خواه دی اوخدای دحقی لاری مل دی دافغانستان خلک دافغانستان وارثان دی او مونږ به خپل کور ودانووه زمونږ هیله دنوی کال هیله ژردی دسولی کوتره خپل دوزرو سیوری زمونږ په وطن وغړاوی .زمونږ وطن او خالک دی ژوندی وی (۱۳۹۱) نوی کال دی دسولی اوخوشحالی کال شی . 

   په درناوی

 

 


March 15th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي